افغانستاننړۍ

ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت له افغانانو څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

ملګرو ملتونو د دې سازمان د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت، د لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانانو د زغم او مقاومت ستاینه کړې او په ورته وخت کې یې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سازمان د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان خلک لا هم له پراخو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بېرته هېواد ته راستنېدونکي کسان هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې له افغانستان سره به د بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، د بشري حقونو د ساتنې، د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او طبیعي پېښو ته د چمتووالي په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان راتلونکی د دې هېواد د خلکو دی او ملګري ملتونه د روانو بشري او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اکتوبر ۲۴مه هر کال د ملګرو ملتونو د ورځې په توګه نمانځل کېږي؛ دا ورځ په ۱۹۴۵ کال کې د دغه سازمان د منشور د نافذېدو په مناسبت نومول شوې ده.

په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي، چې په هېواد کې د بشري حقونو تأمین د شریعت په چوکاټ کې کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button