سیمه

انصارالله: له ۱۴۵ ډېر سعودي پوځیان وژل شوي او ټپیان دي

د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح، ویلي چې د عسیر او جیزان په سیمو کې په وروستیو نښتو کې شاوخوا ۴۵ سعودي سرتېري او افسران وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه کسان د سعودي عربستان د پلي ځواکونو، ملي ګارد، سرحدي ځواکونو او نورو پوځي څانګو غړي وو.

الفرح زیاته کړې چې د نښتو د نوي پړاو له پیل راهیسې، د سعودي عربستان پوځي مورچلونه او اقتصادي شتمنۍ څو ځله د یمني ځواکونو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د هغه په وینا، سعودي چارواکي د اوښتو ځاني او مالي زیانونو شمېرې نه خپروي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، هم تر دې وړاندې په ۴۸ ساعتونو کې د څلورو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی و. د هغه په وینا، په ریاض کې د سعودي عربستان د دفاع وزارت ودانۍ، په دمام کې د ملک فهد نړیوال هوايي ډګر، په ینبع کې د ارامکو د تېلو شرکت او د ابها نړیوال هوايي ډګر د دغو عملیاتو هدفونه وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button