په کویت کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، مولوي محمد شفیق خطیب، د کویت د «بیتالتمویل الکویتي» بانک د شرعي هیئت له غړي او کویټي پانګهوال، ډاکټر خالد شجاع العتیبي، سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې د پانګونې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.








