نړۍ

هیلاري کلینټن: پوتین د ټرمپ پر ضد اسناد او ویډیوګانې په واک کې لري

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې، هیلاري کلینټن، ویلي چې د جفري اپسټین د دوسیې اړوند د ټولو اسنادو خپرېدل به د ډونالډ ټرمپ لپاره درنې پایلې ولري او ان د هغه ملاتړي به هم د واقعیتونو په پوهېدو سره حیران شي.

کلینټن د ټرمپ کورنۍ فاسده او درغلګره بللې او ویلي یې دي چې د ولسمشرۍ له مقام څخه د هغوی عواید د شاوخوا یو میلیون او ۵۰۰ زره کسانو د یوه کال د خوراکي توکو لګښتونه، یا د پنځو میلیونو څخه د زیاتو کسانو د درېیو میاشتو د خوړو لګښتونه پوره کولی شي.

هغې همداراز ویلي چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د ټرمپ پر ضد عکسونه او ویډیوګانې په واک کې لري او له همدې لارې یې تر خپل نفوذ لاندې راوستی دی.

کلینټن همداراز د امریکا د جګړې د وزیر د استیضاح غوښتنه کړې ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37410

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button