رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پر امریکا د خپل هېواد د سوداګریزې اتکا د کمولو په موخه ترکیې ته تللی او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.
د دغه راپور له مخې، تمه ده چې دواړه لوري په بېلابېلو برخو کې، د دفاع او انرژۍ په ګډون، د همکاریو د پیاوړتیا په موخه یوه اعلامیه لاسلیک کړي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې کاناډا د امریکا له خوا د سوداګریزو تعرفو له لوړولو وروسته هڅه کوي، د خپلو صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.
خو بیا هم د کاناډا نږدې ۷۰ سلنه صادرات امریکا ته لېږدول کېږي؛ دا موضوع د امریکا پر بازار د دغه هېواد د اقتصادي اتکا څرګندونه کوي.








