نړۍ

ټرمپ خبرداری ورکړ: که اوکراین جګړه پای ته ونه رسوي، له «ډېرو بدو» پایلو سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، خبرداری ورکړی چې که اوکراین له روسیې سره روانه جګړه پای ته ونه رسوي، له «ډېرو بدو» پایلو سره به مخ شي. هغه همدارنګه د روسیې پوځي بریاوې منلي او ویلي یې دي چې د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، کولای شوای دوه کاله مخکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په غوره شرایطو یو تړون لاسلیک کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې اروپا د اوکراین له جګړې ستړې شوې او روسیه غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسېږي. هغه اوکراین ته د امریکا پر پراخو پوځي مرستو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو مرستو د مرګ‌ژوبلې، غمیزو او مالي زیانونو لامل شوې دي، په داسې حال کې چې امریکا په بدل کې د ډیزلو د بیو له لوړېدو سره مخ شوې ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37380?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button