د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې له امریکا سره درې پړاوونه خبرې اترې شوې دي، خو هر پړاو یې د ایران پر وړاندې د جګړې د پیل لامل شوی دی. هغه ټینګار کړی چې تجربو ښودلې ده چې د مذاکراتو په بهیر کې باید پر امریکا باور ونه شي.
په ورته وخت کې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، محسن رضايي، ویلي چې د مذاکراتو بیا پیل د ایران د شرایطو په بشپړ پوره کېدو پورې تړلی دی. هغه ټینګار کړی چې ان یو ګرام غني شوی یورانیم به هم له ایران څخه بهر نه شي او تر هغه چې امریکا د باور رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، خبرې اترې به ونه شي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د مذاکراتو هر نوی بهیر باید د تهران د ټولو شرایطو تر بشپړ پوره کېدو وروسته پیل شي.








