یوه امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هڅه د یورانیمو د خپلواک غني کولو د وړتیا د رامنځته کولو لپاره، ښايي د دواړو هېوادونو د اټومي همکاریو له هغه تړون څخه سرغړونه وګڼل شي چې د «۱۲۳ تړون» په نوم یادېږي، او په پایله کې یې د واشنګټن او ریاض ترمنځ اټومي همکاري پای ته ورسېږي.
د امریکا د ملي اټومي امنیت ادارې د دفاعي اټومي وسلو د نه خپرېدو د څانګې مرستیال، متیو ناپولي، دا موضوع د کارنېګي بنسټ په یوه وینا کې مطرح کړې ده.
ناپولي ټینګار کړی چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو د سختو معیارونو رعایت، له سعودي عربستان سره د اټومي همکاریو د دوام اساسي شرط دی. هغه زیاته کړې چې د ریاض له خوا د یورانیمو د خپلواک غني کولو د وړتیا رامنځته کول، دغه همکاري له خطر سره مخ کولای شي.








