د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، په دوحه کې د بشري ډیپلوماسۍ او اوبو امنیت په اړه یوې غونډې کې د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د خپل هېواد بشري فعالیتونو ته اشاره کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړې ویلي چې قطر د بشري مرستو، ډیپلوماسۍ، منځګړیتوب، د بیارغونې د تمویل او بېځایه شویو ملکي وګړو د ملاتړ له لارې په کړکېچ ځپلو هېوادونو کې فعالیت کوي، چې افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه هم پکې شامل دي.
دې قطري چارواکې همداراز د جګړو پر مهال د اوبو سرچینو او حیاتي زیربناوو د ساتنې او له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوالو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
#قطر #افغانستان #بشري_مرستې #بشري_ډیپلوماسي








