سیمه
راپورونه: پر یمن د سعودي عربستان په بریدونو کې ۵۳۶ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده
په صنعا کې روغتیايي چارواکو ویلي، د سپټمبر له درېیمې نېټې راهیسې، چې جګړې زور اخیستی، د سعودي عربستان په مشرۍ په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۶ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د المیادین شبکې د خبریال د راپور له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې د صعدې، تعز او إب ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ټولټال ۶۴ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع د یکشنبې په ماښام ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر ملکي مرکزونو ۱۱۰ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د سریع په وینا، د کړکېچ د اوسني پړاو له پیل راهیسې د سعودي عربستان د هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۲ زره او ۶۵۲ ته رسېدلی دی.
#یمن #سعودي_عربستان #هوايي_بریدونه #ملکي_وګړي #صنعا








