نړۍ
البانیا؛ د حکومت ضد لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل
لومړني راپورونه ښيي چې د البانیا په پلازمېنه کې د حکومت ضد لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه لاریونونه په وروستیو ورځو کې د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې پراخ شوي او لاریونوال د بلوا ضد پولیسو پر وړاندې په ډبرو ویشتلو او د ځینو ودانیو په سوځولو لاس پورې کړی دی.
اداري فساد، د کاري فرصتونو کمښت او د ښوونیز نظام ستونزې د دغو لاریونونو له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








