نړۍ

د کاناډا په البرټا کې په پوځي اډه کې پراخه اورلګېدنه؛ یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي

د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني، د البرټا ایالت د وین‌رایټ ښار ته نږدې د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو په یوه پوځي اډه کې د یوې جدي پېښې او پراخې اورلګېدنې خبر ورکړی دی.

د پېښې پر مهال د ژغورنې او مرستې لپاره څو الوتکې او چورلکې د پېښې ځای ته استول شوې دي.

د کاناډا د دفاع وزیر هم په دې پېښه کې د یو شمېر کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل تایید کړي دي؛ خو تر اوسه د پېښې د لامل، د قربانیانو د شمېر او د اوښتو زیانونو په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37267?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button