نړۍ

زلنسکي: د اوکراین د ولسمشر د ټاکلو حق یوازې د دغه هېواد له خلکو سره دی

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، ویلي چې په روانه جګړه کې د روسیې په ګټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ د اوکراین لپاره دردونکی دی او هغه احساس کوي چې هېواد یې یو پیاوړی شریک له لاسه ورکوي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې زلنسکي د ټرمپ په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ مخالفت نه لري، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا ولسمشر باید خپل بې‌طرفي وساتي. نوموړي دغه څرګندونې د اوکراین د ولسمشر د بدلون لپاره د ټرمپ د غوښتنې او د روسیې د ډیزلو پر صادراتو د بندیزونو د لغوه کولو په اړه د هغه د پرېکړې په غبرګون کې کړې دي.

زلنسکي ویلي چې داسې احساس کوي، ټرمپ له اوکراین سره خیانت کړی دی او د هغه په باور، د امریکا ولسمشر د تاریخ په سم لوري کې نه دی ولاړ. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د امریکا د هر ډول فشار یا ګواښ له امله به له خپلې دندې استعفا ونه کړي.

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې نه ډونالډ ټرمپ، نه ایلان ماسک او نه هم د نړۍ بل هېڅوک د دغه هېواد د ولسمشر د ټاکلو حق لري؛ ځکه د اوکراین خلک دي چې خپل مشر ټاکي.

زلنسکي زیاته کړې چې ځینې بانفوذه کسان د هغه د لرې کولو غوښتونکي دي؛ ځکه هغه نه مني چې د اوکراین خاوره دې د روسیې خاوره وبلل شي. د هغه په وینا، که بل هر څوک د ده پر ځای وټاکل شي، هغه به هم د اوکراین دفاع کوي او دا هېواد د اوکراین د خلکو کور دی.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37150

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button