د روسیې کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین جګړې د حل پر لارو چارو، د ایران پر وضعیت او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، پوتین د امریکا او نړۍ بازارونو ته د تېلو او تېلو د تصفیه شویو محصولاتو د وړاندې کولو لپاره د روسیې پر چمتووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغو توکو عرضه کول د نړۍ پر اقتصاد مثبت اغېز لرلای شي.
کرملین زیاته کړې چې دواړو مشرانو د مستقیمو اړیکو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر دوام هوکړه کړې ده.
ټرمپ هم دغه خبرې ډېرې بریالۍ بللې او د امریکا او نړۍ بازارونو ته یې د ډیزلو د پراخو کچو د عرضې لپاره د روسیې د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې، روسیه چمتو ده چې په بېلابېلو پړاوونو کې سلګونه زره ټنه ډیزل بازار ته وړاندې کړي؛ خو په راپور کې د دغو بارونو د اندازې په اړه ورکړل شوې شمېرې یو له بل سره توپیر لري.
په راپور کې دا هم راغلي چې د امریکا د مالیې وزارت به د روسیې د ډیزلو د سونتوکو د نړیوال بازار ته د عرضې لپاره لنډمهاله جواز صادر کړي.








