نړۍ
ډونالډ ټرمپ کِیټي زکریا د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه ټاکلې ده
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ محافظهکارې مبصرې کِیټي زکریا د سپینې ماڼۍ د راتلونکې ویاندې په توګه ټاکلې ده.
ټاکل شوې چې زکریا د کارولین لیویت ځای ونیسي. لیویت د خپل دویم ماشوم له زېږون وروسته، د اګست میاشتې په پای کې له دې دندې استعفا وکړه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لومړی د زکریا د ټاکنې خبر خپور کړ؛ خو لا هم روښانه نه ده چې هغې دغه وړاندیز منلی دی که نه.
زکریا تر دې مخکې د امریکا د کورني امنیت وزارت د ویاندې په توګه دنده ترسره کړې ده او اوس د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ ډلې د اړیکو مشاوره ده؛ دا هغه شرکت دی چې د «ټروت سوشیل» ټولنیزې شبکې مالکیت لري.
#متحده_ایالات #ډونالډ_ټرمپ #سپینه_ماڼۍ #کِیټي_زکریا #د_سپینې_ماڼۍ_ویانده








