نړۍ

د اوکراین پلاوي په میامي کې له امریکايي استازو سره خبرې له ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسولې

اوکرایني رسنیو راپور ورکړی چې د اوکراین استول شوي پلاوي په میامي ښار کې له سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره خپلې خبرې له ټاکلي وخت مخکې پای ته رسولې دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د تېلو د یوه تړون په اړه خپاره شوي وو.

تر دې مخکې ویل شوي وو چې ټاکل شوې خبرې د امریکا، اروپا او اوکراین د استازو په ګډون دوه ورځې دوام وکړي.

په همدې حال کې، د اکسيوس خبري وېبپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې وېټکاف او کوشنر راتلونکې اوونۍ مسکو او کییف ته د سفر پر امکان غور کوي، څو د سولې د وړاندیزونو په اړه خبرې وکړي.

تر اوسه د خبرو د وختي پای ته رسېدو د لامل او د دغو دوو امریکايي چارواکو د احتمالي سفر د وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button