افغانستاننړۍ

فرانسې د افغانانو د بېرته ستنولو په موخه له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې دغه هېواد د یو شمېر افغان وګړو د بېرته ستنولو د اسانتیا په موخه له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي.

د دغه وزارت ویاند ویلي، چې دا خبرې له هغو افغانانو سره د بېرته ستنولو په اړه دي چې په فرانسه کې په ناقانونه توګه اوسېږي او د دغه هېواد د چارواکو له لوري د ملي امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، په دې بهیر کې ښځې او پناه غوښتونکي نه شاملېږي او موخه یې د فرانسې د وګړو د امنیت تأمینول دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې پاریس اوس مهال د جرمني پر خلاف د اسلامي امارت د استازو د منلو کوم پلان نه لري او خبرې به یوازې په تخنیکي کچه دوام وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button