سیمهنړۍ

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د خپلواکو دولتونو ګډو ټولنې د مشرانو غونډې په څنډه کې د پوتین او پزشکیان لیدنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۸مه) په ترکمنستان کې د خپلواکو دولتونو ګډو ټولنې د مشرانو د غونډې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ولیدل؛ دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د سیمې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

پوتین د مسکو او تهران اړیکې د پراختیا په حال کې وبللې او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۱ سلنې څخه زیاته لوړه شوې او دغه بهیر د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې هم دوام درلود. نوموړي د دواړو هېوادونو بشري همکارۍ هم مثبتې وارزولې.

د روسیې ولسمشر د سیمې وضعیت ته په اشارې وویل، چې ایران د جګړو د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي او د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره یې نوې وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

پوتین ټینګار وکړ، چې روسیه چمتو ده د سیمې د وضعیت د سوله‌ییز حل لپاره له ایران سره مرسته وکړي او له پزشکیان څخه یې وغوښتل چې د ایران مشر ته د ده سلامونه او نېکې هیلې ورسوي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36957?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button