نړۍ

د امریکا د کډوالۍ ادارې د مامور له خوا په نیویارک کې د یوه سړي په ډزو ویشتل، چې پنځه کلن ماشوم هم حاضر و؛ د ښاروال توند غبرګون

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (آیس) یوه مامور د پنجشنبې په ورځ د نیویارک په ماربل هېل سیمه کې پر ۲۸ کلن اسکار بلګال ډزې وکړې او د هغه غاړه یې ټپي کړه؛ د پېښې پر مهال یو پنځه کلن ماشوم د موټر په شاتنۍ څوکۍ کې ناست و، خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو له مخې، د آیس ماموران د بلګال د نیولو هڅه کوله، چې د دغه وزارت په وینا، جرمي سابقه یې لرله. ماموران د هغه موټر ته نږدې شول او د عملیاتو پر مهال ډزې وشوې؛ خو دغه وزارت د ډزو د علت او په موټر کې د ماشوم له شتون څخه د مامورانو د خبرتیا په اړه څه نه دي ویلي.

د نیویارک ښاروال زهران ممداني د دې پېښې په غبرګون کې د ډونالډ ټرمپ حکومت په وېره او وحشت خپرولو تورن کړ او په دغه ښار کې یې د کډوالۍ ادارې د عملیاتو د درولو غوښتنه وکړه. هغه دغه ډزې «د توجیه وړ نه» بللې او دا یې یوه «رسوايي» توصیف کړې ده.

ممداني همدارنګه ویلي، چې له ټرمپ او د امریکا د کورني امنیت له وزیر سره یې په خبرو کې د بلګال د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده؛ خو د خپاره شوي راپور له مخې، د آیس مامورانو دغه ټپي شوی سړی روغتون ته تر لېږدولو وروسته له ځان سره بیولی دی.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36966

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button