افغانستاننړۍ

په مسکو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه امنیتي غونډه کېږي

د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) اعلان کړی چې د دغه سازمان، د خپلواکو دولتونو ګډې ټولنې (CIS) د غړو هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان ترمنځ ګډه غونډه به د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په مسکو کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

همداراز، د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت شورا غونډه به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په مسکو کې جوړه شي، چې په ترڅ کې به د ټولیز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button