نړۍ
رویټرز: د کانګرس په نږدې سیالیو کې دوه پر درېیمه جمهوري غوښتونکو نوماندانو له ټرمپ څخه واټن نیولی
د رویټرز څېړنه ښيي چې د امریکا د استازو جرګې او سنا په دوو درېیمو نږدې انتخاباتي سیالیو کې جمهوري غوښتونکو نوماندانو په ځینو سیاستونو کې له ډونالډ ټرمپ څخه واټن نیولی یا یې هڅه کړې چې له د امریکا له ولسمشر سره خپلې اړیکې کمزورې وښيي.
د دغه راپور پر بنسټ، د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې، جمهوري غوښتونکو نوماندانو د کانګرس په ۶۲ نږدې سیالیو کې په ۴۱ سیالیو کې له ټرمپ څخه په یوه ډول واټن نیولی دی.
رویټرز دغه بهیر د جمهوري غوښتونکو نوماندانو له لوري له ټرمپ سره د انتخاباتي تړاو د کمولو هڅه بللې؛ ځکه د هغه د محبوبیت کمېدل ښايي په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو دریځ له خطر سره مخ کړي.
#امریکا #ټرمپ #جمهوري_غوښتونکي #کانګرس #منځمهاله_ټاکنې #د_استازو_جرګه #سنا








