د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د مسکو فارمت د اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د مسکو فارمت په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده.
یو شیاویونګ هم د افغانستان او چین اړیکې مثبتې ارزولې او د سیمې د تحولاتو په اړه یې د بیجینګ نظر له افغان لوري سره شریک کړی دی.
د چین ځانګړي استازي د سیمهییز ثبات د ټینګښت، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.








