نړۍ
د ونزویلا په دویم ستر نفتپالایشګاه کې چاودنې او اورلګېدنه؛ فعالیتونه ودرول شول
د ونزویلا د «کاردون» په نفتپالایشګاه کې د اورلګېدنې او څو چاودنو له امله د دې هېواد د دویمې سترې نفتپالایشګاه فعالیتونه ودرول شول.
د رویټرز د راپور له مخې، اور د ډیزلو د تصفیې له برخې سره د تړلې ګازو د لېږد په یوه نللیکه کې لګېدلی او وروسته د پالایشګاه ټولې تأسیسات، د بویلرونو په ګډون، له فعالیت څخه پاتې شوي دي.
د کاردون نفتپالایشګاه په ورځ کې د ۳۱۰ زره بېرله نفتو د تصفیې ظرفیت لري او د پاراګوانا د نفتپالایشګاه د هغه مجتمع یوه برخه ده چې د ټولو تأسیساتو ګډ ظرفیت یې شاوخوا ۹۵۵ زره بېرله په ورځ کې دی.
له چاودنو وروسته کارکوونکي له سیمې وایستل شول او اور له یوې ساعت څخه په کمه موده کې مهار شو؛ د ونزویلا چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي او د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








