د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې اسلامي امارت نړیواله جنایي محکمه په رسمیت نه پېژني او د دې ادارې دریځونو ته هم ارزښت نه ورکوي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې نړیوالې جنایي محکمې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د مشر، د سترې محکمې د رئیس القضات او د اسلامي امارت د دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت له اسلامي شریعت پرته د هېڅ استخباراتي ادارې احکامو ته پاملرنه نه کوي.
نوموړي زیاته کړې ده: «افغانستان له داسې ادارو غواړي چې د خپل ځای د ساتلو لپاره له خپل صلاحیت او توان څخه پورته ادعاوې مطرح نه کړي.»








