سیمهنړۍ

روسیه: د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیتي وضعیت تر څارنې لاندې دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، الکساندر سِترنیک، ویلي چې مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې امنیتي وضعیت په دوامداره توګه څاري او د تاجکستان له حکومت سره د دغه هېواد د جنوبي پولو د امنیت د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د سِترنیک په وینا، د روسیې د امنیتي ادارو له لارې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته تخنیکي وسایل، پوځي تجهیزات او وسلې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړې چې دغه مرستې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د دسته‌جمعي امنیت تړون سازمان د پنځه کلن پروګرام او همدارنګه د تاجکستان د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button