د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د درې ورځني سفر لپاره پاکستان ته تللی او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ولري.
د پاکستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ګوترېش به په اسلاماباد کې له لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار، ولسمشر اصف علي زرداري او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره لیدنه وکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د ډیپلوماتیک حل لپاره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د ملاتړ په اړه بحثونه د دغه سفر له مهمو موضوعاتو څخه بلل شوي دي.
ګوترېش به د پاکستان د ملي ناورینونو د مدیریت له ادارې څخه هم لیدنه وکړي، څو د ۲۰۲۲ کال له پراخو سېلابونو وروسته د طبیعي پېښو د چمتووالي او مخنیوي په برخه کې د دغه هېواد د اقداماتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به د دغه سفر په ترڅ کې په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو د ډلې له مرکزي دفتر څخه هم لیدنه وکړي؛ دغه ډله په کشمیر کې د لانجمنې کنټرول کرښې څارنه کوي او ټاکل شوې چې ګوترېش د پنجشنبې په ورځ بېرته نیویارک ته ستون شي.








