په فرانسه کې د زدهکوونکو اعتراضونه تاوتریخوالي ته اوښتي او زرګونه کسان نیول شوي
په فرانسه کې د زدهکوونکو اعتراضونه چې په لومړي سر کې د پاریس په څنډو کې پیل شوي وو، د دغه هېواد څه باندې زرو ښوونځیو ته غځېدلي او په ځینو سیمو کې د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو اوښتي دي.
رویترز راپور ورکړی چې د دغو اعتراضونو له پیل راهیسې، چې تېره اوونۍ پیل شوي، شاوخوا ۵ زره کسان، چې ډېری یې تنکي ځوانان دي، نیول شوي دي؛ د پاریس د پولیسو مشر هم د دغو اعتراضونو وضعیت «له کنټروله وتلی» بللی دی.
اعتراض کوونکي د ښوونځیو د ودانیو د زړښت، د ښوونکو د کمښت، په ټولګیو کې د ګڼې ګوڼې او د زدهکړیزو شرایطو د ناسم وضعیت پر ضد اعتراض لري؛ د ناکراریو پر مهال یو شمېر ښوونځي زیانمن شوي او د پاریس، لیون او مارسیل په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
فرانسوي چارواکو د پولیسو د سلګونو سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی؛ د خپرو شویو راپورونو له مخې، د اعتراضونو پر مهال ۳۰۵ پولیس ټپیان شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







