سیمهنړۍ

۳۵ افغان او عراقي کډوال په لیتوانیا کې د بلاروس له پولې تر اوښتو وروسته نیول شوي

د لیتوانیا چارواکو اعلان کړی چې ۳۵ افغان او عراقي کډوال وروسته له هغه د دغه هېواد په وارنا سیمه کې نیول شوي چې په ناقانونه توګه یې د بلاروس له پولې اوښتي وو.

د لیتوانیا د دولتي سرحدي ځواکونو ادارې ویلي، دغه کسان د پنجشنبې په ماښام د یوه پراخ عملیات پر مهال، چې سرحدي ځواکونو، ځانګړو ځواکونو او پولیسو پکې ګډون درلود، وپېژندل شول او ونیول شول؛ ټول نیول شوي کسان نارینه او شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې عمرونه یې لرل.

د دغې ادارې په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۱۱ تنو د هویت اسناد لرل او نور کسان بې‌اسناده وو؛ تر اوسه ۲۹ تنه یې بېرته بلاروس ته ستانه شوي، د پنځو نورو کسانو د قضیې څېړنه روانه ده او یو کډوال د روغتیايي ستونزو له امله روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

د لیتوانیا چارواکي وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې د بلاروس له لارې دغه هېواد ته د ۱۶۶۱ کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخه نیولې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button