افغانستاننړۍ

ملګري ملتونه: ۱۱.۷ میلیونه نورې ښځې او نجونې به د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اجرائیوي مرستیالې، نیارادزای ګومبونزوانډا، ویلي چې په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو له امله ښايي د ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه په ۲۸ هېوادونو کې ۱۱.۷ میلیونه نورې ښځې او نجونې، چې افغانستان هم پکې شامل دی، د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوې نوې شننې له مخې، په افغانستان کې ښځې او نجونې د هغو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي چې ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

دغه بنسټ همداراز ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې د کار له بازاره بهر دي او تر ۸۰ سلنې زیاتې کارکوونکې ښځې هم په زیان‌منو دندو کې بوختې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button