د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، انیلین وان بوسویت، ویلي، هغه افغانان چې په جرم محکوم شوي او په دې هېواد کې د قانوني استوګنې اسناد نه لري، باید د خپلې سزا د مودې له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.
نوموړې زیاته کړې چې په دې برخه کې له افغان چارواکو سره اړیکه او همکاري د اسلامي امارت د حکومت د ملاتړ په معنا نه ده.








