د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان له خپل امریکايي سیال پیت هېګست سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي ستراتېژیکې ملګرتیا او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د هڅو د همغږۍ پر لارو چارو خبرې کړې دي.
دواړو لورو همداراز د ګډې علاقې وړ یو شمېر سیمهییزې او نړیوالې موضوعګانې هم وڅېړلې.








