نړۍ
کیم جونګ اون او پوتین له چین سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین ولسمشر شي جینپینګ ته په جلا جلا پیغامونو کې له بېجینګ سره د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.
کیم جونګ اون ویلي چې شمالي کوریا غواړي له چین سره خپلې اړیکې نوې کچې ته لوړې کړي؛ هغه همداراز د چین د لاسته راوړنو ستاینه کړې او دغه پرمختګونه یې د دغه هېواد د ملي ځواک او نړیوال دریځ د پیاوړتیا نښه بللې ده.
پوتین هم د روسیې او چین اړیکې بېسارې بللې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې په منظم ډول لویې ګډې پروژې پلي کوي او د لا عادلانه او څو قطبي نړیوال نظم د رامنځته کولو لپاره په نړیواله کچه خپلې همکارۍ همغږې کوي.
دغه پیغامونه د چین د ولسي جمهوریت د بنسټ اېښودنې د اووه اویایمې کلیزې په مناسبت استول شوي دي.








