افغانستان

د مالیې وزارت د عوایدو د برېښنایي کولو لپاره له څو بانکونو او مالي بنسټونو سره هوکړه وکړه

د اسلامي امارت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عوایدو د برېښنایي راټولولو او لېږد په موخه له عزیزی بانک، افغانستان اسلامي بانک، «حساب‌پي» او «اورم‌پي» سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې، د ۹ وزارتونو او امارتي ادارو عواید به د اړوندو بانکونو او مالي بنسټونو له لوري په برېښنایي ډول راټولېږي او هممهاله به د خزانې برخې حساب ته انتقالېږي.

د مالیې وزارت ویلي چې د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د برېښنایي سیستم پلي کول به روڼتیا، چټکتیا، دقت او حساب‌ورکونه زیاته کړي او د عوایدو د ثبت، راټولولو او لېږد بهیر به معیاري کړي.

دغه هوکړې د عوایدو د راټولولو د بانکي سیستم د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه او د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ شوې دي.

#د_مالیې_وزارت #عواید #بانک #عزیزی_بانک #افغانستان_اسلامي_بانک #برېښنایي_عواید #خزانه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button