د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ اتمه ناسته به د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي به د افغانستان د پلاوي مشري کوي او ټاکل شوې چې د دې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.
سیاسي او اقتصادي مسایل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشهيي توکو قاچاق د دې ناستې له اصلي موضوعاتو څخه بلل شوي دي.
ټاکل شوې چې د ناستې په پای کې د بحث شویو موضوعاتو په اړه د ګډونوالو ګډه اعلامیه هم تصویب شي.







