افغانستان
په اسلامقلعه کې د ۱۰ زره ټنه نفتو او ګازو د زېرمتون جوړولو طرحه تایید شوه
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د هرات ولایت په اسلامقلعه بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او بارولو د تاسیساتو جوړولو طرحه د بینالوزارتي پانګونې کمېټې لهخوا د تایید وړ بلل شوې ده.
د دې طرحې له مخې، خصوصي سکټور به د اسلامقلعه بندر کې د ۱۰ زره ټنه ظرفیت لرونکی د نفتو او ګازو یو زېرمتون او اړوند تاسیسات جوړ کړي.
دغه طرحه د بینالوزارتي پانګونې کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې په ۷مه نېټه په مرمرین ماڼۍ کې جوړه شوې وه، وڅېړل شوه او له هر اړخیز بحث وروسته تایید شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د نفتو او ګازو سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې، لګښتونه به یې کم او شاوخوا درې زره افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي.








