سیمهنړۍ

د غزې په شمال کې د قسام کنډکونو قوماندان د اسرائیلو په هوايي برید کې شهید شو

فلسطیني سرچینو ویلي چې عزالدین البیک، چې په «ابوحمزه عشماوي» مشهور و او د غزې تړانګې په شمال کې د عزالدین قسام کنډکونو له مشهورو قوماندانانو څخه و، نن سهار د اسرائیلي رژیم په هوايي برید کې د غزې ښار په لوېدیځ کې د النصر سیمې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د برید پر مهال شهید شوی دی.

د دغو سرچینو په وینا، په دغه برید کې دوه نور کسان هم شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، البیک له احمد الغندور وروسته، چې د غزې د شمال پخوانی قوماندان و، د دغې سیمې مسوولیت پر غاړه اخیستی و او تر دې وړاندې یې هم له یوې ترور هڅې ژوندی پاتې شوی و.

#غزه #فلسطین #اسرائیل #حماس #د_قسام_کنډکونه #عزالدین_البیک #ابوحمزه_عشماوي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button