د ارجنټاین ولسمشر بریتانیا ته دوه اوونۍ وخت ورکړ، څو په فالکلنډ ټاپوګانو کې د تېلو فعالیتونه ودروي
د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی، بریتانیا ته دوه اوونۍ وخت ورکړی، څو د فالکلنډ ټاپوګانو ته څېرمه د «سيلاین» د تېلو له پروژې سره اړوند فعالیتونه ودروي؛ که داسې ونه شي، بوینوس اېرېس به موضوع د نړیوال حقوقي بهیر له لارې تعقیب کړي.
د ارجنټاین د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې میلی د بهرنیو چارو وزارت او د حکومت حقوقي ټیمونو ته د ملګرو ملتونو د سمندرونو د حقوقو کنوانسیون پر بنسټ د نړیوالې قضاوت پروسې د پیلولو لارښوونه کړې ده؛ د فعالیتونو د دوام په صورت کې به ارجنټاین د سمندرونو د حقوقو له نړیوالې محکمې څخه د موقتي اقداماتو غوښتنه وکړي.
د «سيلاین» پروژه د فالکلنډ ټاپوګانو په شمال کې موقعیت لري او بریتانوي شرکت «راکهوپر اکسپلورېشن» او اسرائیلي شرکت «ناویتاس پټرولیم» په کې ونډه لري؛ ارجنټاین دغه پروژه د خپلو طبیعي سرچینو غیرمجاز استخراج بولي، په داسې حال کې چې بریتانیا پر دغو ټاپوګانو د ارجنټاین حاکمیت نه مني.
د ارجنټاین او بریتانیا ترمنځ د فالکلنډ ټاپوګانو د حاکمیت پر سر اختلاف، چې ارجنټاین ورته «مالویناس» نوم کاروي، لا هم دوام لري او د «سيلاین» د تېلو پروژه د دې شخړې پر یوه له نویو محورونو بدله شوې ده.
#ارجنټاین #بریتانیا #فالکلنډ #مالویناس #سي_لاین #تېل #خاویر_میلي








