افغانستان

په تخار ولایتي روغتون کې د ۱۰ بستریز جدي پاملرنې څانګه پرانیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۰ بستریز څانګه د دغه وزارت له کورنۍ بودیجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني، د دغې څانګې فعالېدل په تخار کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په بېلابېلو سیمو کې تخصصي، معیاري او حیاتي روغتیايي خدمتونه او پاملرنه پراخه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو اقداماتو موخه په ولایتونو او د خلکو د اوسېدو په سیمو کې د هېوادوالو لپاره د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو برابرول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button