سپېساېکس د سټارلنک د سپوږمکۍ له لارې د موبایل خدمت نړیوالې وړاندې کولو ته چمتو کېږي
سپېساېکس د امریکا د فدرالي مخابراتو کمېسیون (FCC) له اړینو جوازونو ترلاسه کولو وروسته، په نړیوالو بازارونو کې د سټارلنک د سپوږمکۍ پر بنسټ د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره نوي ګامونه پورته کړي دي.
د Starlink Mobile خدمت اوس مهال په امریکا کې له T-Mobile سره د همکارۍ له لارې د T-Satellite پروګرام په چوکاټ کې وړاندې کېږي. د دې خدمت موخه دا ده چې په لرې پرتو سیمو او هغو ځایونو کې چې مخابراتي شبکې پوښښ نه لري، عادي هوښیار موبایلونه په مستقیم ډول له سپوږمکیو سره وصل شي.
سپېساېکس غواړي د خپلو نوې نسل سپوږمکیو داسې پراختیا ورکړي چې په فضا کې د مخابراتي شبکو د انتنونو په څېر فعالیت وکړي او د 5G په کچه مخابراتي خدمتونه په مستقیم ډول د کاروونکو وسایلو ته وړاندې کړي؛ دغه شرکت د دې نسل خدمتونو لپاره د ډاونلوډ تر ۱۵۰ مېګابېټه په ثانیه پورې سرعت یاد کړی دی.
د Starlink Mobile له مهمو ځانګړتیاوو څخه یوه نړیوال رومینګ بلل شوی، چې له مخې یې کاروونکي کولی شي د یوه موبایل پلان له لارې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د سپوږمکۍ له پوښښ څخه ګټه واخلي؛ سپېساېکس د دغو خدمتونو د پراختیا لپاره له T-Mobile امریکا او د جاپان له KDDI شرکتونو سره همکاري لري.
سپېساېکس همداراز ویلي چې د Starlink Mobile V2 نړیواله نسخه به د معلوماتو د لېږد ډېر زیات ظرفیت ولري او کولی شي د مستقیمې سپوږمکۍ اړیکې له لارې د ټیلیفوني اړیکو، اپلېکېشنونو د کارولو او ویډیو خپرولو زمینه برابره کړي.








