نړۍ

رسنۍ: پنټاګون له اروپا څخه د امریکايي ځواکونو د درېیمې برخې د ایستلو طرحه ارزوي

یوې لوېدیځې رسنۍ د څو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت له اروپا څخه د الوتکو، بېړیو، پوځي تجهیزاتو او شاوخوا ۲۵ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو طرحه ارزوي؛ هغه اقدام چې په اروپا کې د امریکا پوځي حضور شاوخوا یوه پر درېیمه برخه کمولی شي.

که دا طرحه عملي شي، دا به په اروپا کې د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې د امریکا د پوځي حضور تر ټولو ستره کموونه وي.

د دې احتمال له امله د ځینو اروپايي هېوادونو اندېښنې راپورته شوې دي؛ په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې د روسیې او د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې دوام لري.

کرملین څو ځله ویلي چې روسیه د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی، خو ټینګار یې کړی چې د دغه هېواد امنیت او ګټې له ګواښ سره مخ کوونکي اقدامات به له پامه ونه غورځوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button