سیمهنړۍ

اردن او فرانسې پوځي تړون لاسلیک کړ

د اردن پاچا عبدالله دویم په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

عبدالله دویم پر خپله ایکس پاڼه اعلان کړی چې اردن او فرانسې یو پوځي تړون لاسلیک کړی او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو اړیکو د لا ژورولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د اردن پاچا همداراز د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره وکتل او ویې ویل چې دواړو لورو په لبنان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button