په دایکنډي کې د ۶۰ ځوانو جوړو ګډ واده ترسره شو
د اسانه ودونو د دودولو او د واده د لګښتونو د کمولو په موخه، د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ کې د ۶۰ ځوانو جوړو ګډ واده مراسم ترسره شول.
دغه مراسم د آیتالله واعظزاده بهسودي د دفتر له لوري، د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ او د سیمهییزو مسوولینو، علماوو، ځوانانو او د جوړو د کورنیو په ګډون ترسره شول.
د شیعه علماوو د شورا مشر او په دایکنډي کې د آیتالله واعظزاده بهسودي د دفتر مسوول، محمدابراهیم اعتمادي، وویل چې په سختو اقتصادي شرایطو کې د ودونو د لګښتونو زیاتوالی د ځوانانو د ودونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي او کورنۍ او علما باید د اسانه ودونو د دودولو او د لګښتونو د کمولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي له خلکو او ځوانانو وغوښتل چې د واده مراسم د اسلامي لارښوونو له مخې ترسره کړي او له اضافي لګښتونو او غیرضروري کارونو څخه ډډه وکړي. په دې مراسمو کې د ګډون کوونکو جوړو لپاره د واده اړین توکي (جهیزیه) هم برابر شوي دي.








