سیمهنړۍ

اسوشیټیډ پرېس: سعودي عربستان د یمن له انصارالله سره د مقابلې لپاره د مصر ملاتړ غواړي

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې سعودي عربستان په دغه هېواد کې د کښتۍ چلونې او د تېلو پر بنسټ‌اېښودنو د یمن د انصارالله غورځنګ د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د مصر د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دې رسنۍ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان مصر ته د سفر په اشاره ویلي، چې سعودي عربستان د انصارالله ځواکونو پر وړاندې په مخامخېدو کې تر ډېره یوازې پاتې شوی دی.

د اسوشیټیډ پرېس په لیکنه، د مصر ملاتړ به ښايي تر ډېره په سیاسي کچه پاتې شي او ډېره کمه تمه ده چې قاهره به د ریاض د مرستې لپاره خپل پوځي ځواکونه ولېږي.

واشنګټن پوسټ هم له انصارالله سره د یوې لسیزې جګړې په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې په تېرو کلونو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، بریتانیا او اسرائیلو هوايي بریدونو ونه شوای کولای دغه غورځنګ ودروي، بلکې برعکس، د انصارالله وړتیاوې لا زیاتې شوې دي.

دې ورځپاڼې زیاته کړې چې د سعودي عربستان پر تېلو تاسیساتو د انصارالله د بریدونو له دوام او په مهمو سمندري لارو کې د کښتۍ چلونې د ګواښ له زیاتېدو سره، د دغه غورځنګ د مخنیوي لپاره نوي او تر اوسه نه ازمویل شوي انتخابونه ډېر محدود شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button