پوتین: په اوکراین کې د اروپايي ځواکونو حضور له روسیې سره د مستقیمې جګړې په معنا دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، په اوکراین کې د اروپايي ځواکونو ځای پر ځای کول به له روسیې سره په جګړه کې د اروپايي هېوادونو د مستقیمې ښکېلتیا په معنا وي.
پوتین ټینګار کړی چې روسیه اروپايي هېوادونه نه ګواښي او د داسې اقدام نیت هم نه لري؛ خو د هغه په وینا، د ځینو اروپايي هېوادونو مشران خپل هېوادونه له مسکو سره د مخامخ کېدو پر لور بیایي، په داسې حال کې چې د داسې شخړې لپاره هېڅ زمینه شتون نه لري.
د روسیې ولسمشر همداراز لوېدیځ تورن کړی چې په تېر وخت کې یې په قفقاز کې له بېلتونپالو څخه د روسیې پر وړاندې د فشار لپاره ملاتړ کاوه او اوس د همدې هدف لپاره په اوکراین کې له «نازي پلوه رژیم» څخه کار اخلي؛ هغه وویل: «هر څه د دویمې نړیوالې جګړې په پایلو سره حل شول.»
پوتین زیاته کړه چې اروپايي وګړي په زیاتېدونکي ډول د خپلو مشرانو د سیاست پر لوري پوهېږي او د «جرمني لپاره بدیل» (AfD) ګوند د ټاکنیزې پایلې یې د دې بهیر یوه بېلګه وبلله.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








