شمالي کوریا د ختیځ ساحل اوبو پر لور څو بالستیک توغندي وتوغول
د جنوبي کوریا پوځ اعلان کړی چې شمالي کوریا نن شنبه سهار د دغه هېواد په ختیځ کې د وونسان له ساحلي سیمې څخه د ختیځ ساحل د اوبو پر لور څو بالستیک توغندي توغولي دي.
د جنوبي کوریا د پوځ ګډو لوی درستیزانو ویلي چې دغه توغندي د سهار شاوخوا ۵:۲۰ بجې د سیمهییز وخت له مخې وتوغول شول او شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره یې واټن وواهه؛ سیول هم د خپل پوځي چمتووالي او څارنې کچه لوړه کړې او د دغو توغندیو د توغولو په اړه له امریکا او جاپان سره د معلوماتو تبادله کوي.
د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ د ملي امنیت دفتر هم له دې پېښې وروسته له دفاع وزارت، د پوځ له ګډو لوی درستیزانو او نورو اړوندو ادارو سره بېړنۍ امنیتي غونډه ترسره کړه.
په ارام سمندر کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ اعلان کړی چې دغه توغندي د امریکا خاورې یا د دغه هېواد متحدینو ته سمدستي ګواښ نه پېښوي؛ خو واشنګټن په سیمه کې د جنوبي کوریا او خپلو نورو متحدینو د دفاع لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.
دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان ګډ پنځهورځنی سمندري پوځي تمرین پای ته ورسېد؛ په دغه تمرین کې اصلي تمرکز د شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وه.
پیونګیانګ تر دې وړاندې دغه پوځي تمرین د ځان او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې ګواښ بللی و او د «پیاوړو متقابلو اقداماتو» د ترسره کولو احتمال یې هم څرګند کړی و.
شمالي کوریا تر دې وړاندې هم د اګست په ۲۰مه د سمندر پر لور څو توغندي توغولي وو؛ دغه اقدام په هماغه وخت کې ترسره شو چې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرین روان و.








