یوې نوې څېړنې ښودلې چې د ورځنیو ګامونو د شمېر ترڅنګ، د پلی تګ چټکتیا هم کولی شي د وختي مړینې او د زړه د ناروغیو د خطر په کمولو کې رول ولري.
د دې څېړنې پر بنسټ، هره ورځ د ۷۵۰۰ تر ۱۰ زرو پورې ګامونه وهل د بدن د روغتیا لپاره تر ټولو ډېره ګټه لرلی شي.
څېړونکو هم ویلي، هغه کسان چې په ورځ کې له ۵ زرو څخه کم ګامونه وهي، کولی شي هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې په چټکۍ سره پلی تګ وکړي او په دې توګه د کمتحرکۍ له امله رامنځته کېدونکي ځینې خطرونه راکم کړي.








