د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، امریکا تورنه کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر تمرکز کولو پر ځای پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور د کلونو لپاره دوام ورکړي.
لاوروف د روسیې له «آربيسي» ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، مسکو د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته چمتو و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک په چوکاټ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړیوال ائتلاف سره همکاري وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړنی بهرنی مشر و چې د هغه وخت د امریکا له ولسمشر سره یې اړیکه ونیوله او د مسکو د مرستې وړاندیز یې وکړ.
د لاوروف په وینا، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره زمینه برابره کړه، چې موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزه او د دغه هېواد له خلکو سره مرسته کول وو، څو بېرته عادي ژوند ته وګرځي؛ خو واشنګټن وروسته په افغانستان کې خپل پوځي حضور د اوږدې مودې لپاره وساته.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د القاعدې شبکې له لوري په نیویارک، ویرجینیا او پنسلوانیا کې ترسره شول او نږدې درې زره کسان په کې ووژل شول؛ امریکا له دغو بریدونو وروسته په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل.








