په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د دغه هېواد د پارلمان له رییس تان سري ډاکټر جوهري بن عبدل سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ، له سیمهییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل، امنیتي وضعیت، اقتصادي پرمختګونو او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو همداراز د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، په بېلابېلو برخو کې پر ګډې همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي چارواکو، سوداګرو او سیلانیانو د تګ راتګ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
#افغانستان #مالیزیا #دوه_اړخیزې_اړیکې #پانګونه #اقتصاد #بهرنۍ_پالیسۍ #سفیر_تلویزیون








