افغانستان

د لوړو زده کړو وزارت: له هېواده بهر مېشت افغانان کولای شي خپلې زده کړې او علمي فعالیتونه په هېواد کې دوام ورکړي

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې له هېواده بهر مېشت هغه افغان استادان او محصلین چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، کولای شي د دغه وزارت له اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې، خپلې زده کړې او علمي فعالیتونه په افغانستان کې دوام ورکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي ویلي، چې له هېواده بهر مېشتو افغان استادانو او محصلینو د تحصیلي ستونزو د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان کولای شي له دې زمینې څخه په ګټې اخیستنې، خپلې زده کړې او علمي فعالیتونه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې دوام ورکړي.

#افغانستان #لوړې_زده_کړې #محصلین #استادان #زده_کړې #علمي_فعالیت #سفیر_تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button