افغانستان

د فراه ولایت کې د څه باندې ۳۴ کیلوګرامه تریاکو کشف او ضبط

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په یوه کشفي اقدام کې، دوه کسان د فراه‌رود ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د څه باندې ۳۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکو، چې تریاک دي، سره نیولي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شویو کسانو یاد نشه‌يي توکي په یوه نقلیه وسیله کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې بل ځای ته یې انتقال کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button